رییسانو بورد منظمه ناسته ترسره شوه

comments 0

د رییسانو بورد منظمه ناسته ترسره شوه

د فلاح علمي او اجتماعي ټولنې د رییسانو بورد منظمه ناسته د جمعه په ورځ د چنګاښ په ۲۵ د۱۴۰۰ کال د ټولنې رئیس پوهنیار مطیع الله واحدی تر مشری لاندې په ځانګري اجنډا باندې چې پدې کې د چنګاښ میاشتې په اړه د کمیټو راپورونه وړاندې کول، د تطبیقي پلان وړاندې کول، ستراتیژیکې پلان او د کمیټو اصول نامي،د نیټې تعیینوا، فارمټ او د کمیټو د ارزونې لپاره د ارزونې بورډ ټاکل،د چارواکو د زمري میاشتې پلانونو کتنه،د مالي او اداري کمیټې نوم بدلیدل، د “ژوند له بحران څخه ژغورل” د کتاب محتویاتو  شریکول، په ټولنه کې د وګړو ګډون لپاره نوی فارمټ تصویب شوه، او د چارواکو د لږ کار کولو لپاره د نغدي جریمې په اړه بحث وشو.

د قران کریم د تلاوت په تعقیب او د ټولنې رییس پوهنیارمطیع الله واحدي له  سريزی، دپوهنې او فرهنګي مرستیال شاداب طیب، د روزنې کمیټي هڅي،  فرهنګي ، بلنې او مخابراتو کمیټې د فعالیتونو په اړه مفصل راپور وړاندې کړ.
په تعقیب ، د مالي او اداري مرستیال ښاغلي عبدالمصدق بخشي د مالي او ادارې ، نشراتو او اطلاعاتو کمیټو او د دارالنشاء ریاست د فعالیتونو په اړه راپور وړاندې کړ.
د راپورونو اوریدو په پای کې د روزنې کمیټې ۹۰%فعالیت،فرهنګې کمیټې ۱۰۰%، د بلنې او عامه اړیکو ۸۰%، مالی او اداری کمیټې ۷۵%،نشراتو او اطلاعاتو کمیټې ۸۰% او د دارالنشاء ریاست۹۵% په ارزونه کې بریالي و د ټولنې رئیس د ستونزو د حل لپاره لازمه لارښونه وکړه
په ادامه کې احمد شاداب طیب د استراتیژیکې پلان تطبیقي پلان په اړه غونډي ته راپور وړاندې کړو چې پوهنیار مطیع الله واحدی د پورته نیو پلانونو نهایي کولو لپاره لارښونه وکړه چې ټول چارواکې دی په یوه ګډه غونډه کې کار وکړي او همدارنګه د کمیټو اصول نامي هم اړخیزه ارزونه وشوه او په پای کې تصویب شوه.
د ارزونې بورد هر یو احمد شاداب طیب د علمي او ​​فرهنګې مرستیال، د مالیې او اداري مرستیال عبد المصدق بخشي او د دارالانشاء رییس ، مسیح الله یوسفي ټاکل شوي دي.

په درنښت
د دارالانشاء ریاست