د فلاح علمي او اجتماعي ټولنې د معلوماتي ټیکنالوژۍ نت هب شرکت ستاینه وکړه

comments 0

د فلاح علمي او اجتماعي ټولنې د معلوماتي ټیکنالوژۍ نت هب شرکت  ستاینه وکړه

دفلاح علمي او اجتماعي ټولنې رئیس پوهنیار مطیع الله واحدي د نت هب شرکت رییس ښاغلی انجنیر عبدالله حمیدی او د معلوماتي ټیکنالوژۍ نت هب شرکت معاوین ښاغلی انجینر بصیر رحمتی او د هغه نه ستړې کیدونکو خدمتونو او د ټولنې د فعالیتونو ډیجیټل کولو پروسې د دوامداره ملاتړ څخه مننه او قدرداني څرګنده کړه او د نیت هب فعالیتونو ته یې د بریا هیله وکړه.

له بلې خوا د معلوماتي ټیکنالوژۍ نت هب شرکت رییس د فلاح علمي او اجتماعي ټولنې پراخ او مؤثر فعالیتونه یاد کړل، او د ټولنې رول یې د ټولنې په وده او پرمختګ کې اغیزناک وباله.هغه د ټولنې  له فعالیتونو څخه د ملاتړ لپاره د نت هب شرکت د دوام ژمنې یادونه او ډاډي ورکړه.