د فلاح علمي او اجتماعي ټولنې د رییسانو بورد منظمه ناسته ترسره شوه

comments 0

د فلاح علمي او اجتماعي ټولنې د رییسانو بورد منظمه ناسته ترسره شوه

د جمعې په ورځ ، دچنگاښ په 28/ 1400نیټه ،د فلاح علمي او اجتماعي ټولنې د رییسانو بورد منظمه ناسته، د ټولنې د رییس پوهنیار مطیع الله واحدي په ریاست ، د یوې ځانګړې اجنډا په اړه ، دچنگاښ له میاشتې څخه د کمیټې راپورونو وړاندې کولو په ګډون ، د چمتووالي لپاره لارښوونې،د ربعوار کمیټي راپور چمتو کول، د کمیټو د اصول نامو ارزونه د وړیا درسونو مسؤلیت لېږد د روزنې کمیټې څخه د بلنې او مخابراتو کمیټې او د ناستو ثبتولو ته ناسته دایر شوه

د قران کریم د تلاوت په تعقیب او د ټولنې رییس پوهنیارمطیع الله واحدي له سريزه ، شاداب طیب مرستیال دپوهنې او فرهنګي، د روزنې کمیټي هڅي، فرهنګي ، بلنې او مخابراتو کمیټې د فعالیتونو په اړه مفصل راپور وړاندې کړ.

په تعقیب ، د مالي او اداري مرستیال ښاغلي عبدالمصدق بخشي د مالي او ادارې ، نشراتو او اطلاعاتو کمیټو او سکرتریت د فعالیتونو په اړه راپور وړاندې کړ.

په ادامه کې پوهنیار مطیع الله واحدي د ربع وارو راپورونو چمتو کولو په اړه معلومات وړاندې کړل او د دارالانشاء رییس ته یې لارښوونه وکړه چې فارمت د کمیټو سره په لیکلي بڼه شریک کړي. لازمي ده چې ټولی کمیټي په ۷ ورځو کې د اول ربع راپور د دارالانشاء ریاست سره شریک کړي

د اصول نامو د پای ته رسولو لپاره ۷ ورځی نور وخت ورکړاي شو او مرستیالانو ته لارښونه وشوه چې تر وروستي وخت چې ورکړل شوي دی د کمیټو اصول نامي دارالانشاء ریاست سره شریک کړي.
همدارنګه د وړیا درسونو مسؤلیت د روزنې کمیټې څخه د بلنې کمیټې په غاړه شو.

د قرآن کریم ابتدایه زده کړو (شنه پاڼه) د تجوید زده کړو په اړه، روزنې کمیټي ته لارښونه وشوه چې مواد په راروانه اونۍ کې د مخابراتو کمیټي سره یوځي جوړ کړي.

په درنښت
د دارالانشاء ریاست