د افغانستان د دیني مدرسو د ملاتړ د شورا د رییسانو بورد(د افغانستان د مدرسو یوالي) د فلاح علمي او اجتماعي تولنې مرکزي دفتر نه لیدنه وکړه

comments 0

د افغانستان د دیني مدرسو د ملاتړ د شورا د رییسانو بورد(د افغانستان د مدرسو یوالي) د فلاح علمي او اجتماعي تولنې مرکزي دفتر نه لیدنه وکړه

پدې ناسته کې د افغانستان د مدرسو د یوالي رئیس مفتي عبدالشکور شاکري د فلاح علمي او اجتماعي ټولنې د پام وړ فعالیتونو په یادولو سره د حرا اسلامي زده کړو د مدرسو عمومي رئیس الحاج مولوي عبدالجلال حنفي، ته ستاینلیک وړاندې کړ، چې د فلاح ټولنې تر چتر لاندې فعالیت کوي.
مفتي عبدالشکور شاکري د دواړو بنسټونو تر منځ د همکارۍ پر پراختیا ټینګار وکړ او د همکاریو د یادداشت لاسلیک یې وغوښت.
له بلې خوا ، الحاج مولوي عبدالجلال حنفي د افغانستان د مدسو یوالي د رهبري پلاوي له لیدنې مننه او قدرداني وکړه او د دغه نهاد فعالیتونه یې د دیني مدرسو په ملاتړ او پراخوالي کې اغیزناک وبلل.
د یادولو وړ ده چې دحرا اسلامي زده کړو مدرسه ، چې د فلاح ټولنې تر چتر لاندې فعالیت کوي ، د افغانستان د مدرسو یوالي فعال غړی دی.